
د کابل ښاروالۍ له خوا د اوومې ناحیې اړوند له پډولې سیمې څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي. ټاکل شوې چې دا مهمه پروژه تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د استملاکي خنډونو تر پاکولو وروسته، د یاد سړک د جوړولو عملي چارې لا ګړندۍ شوې دي او په منظمه توګه پر مخ روانې دي.
دغه سړک چې،۱۸۳۴ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، په اساسي او معیاري توګه به جوړ شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ښار په دې سیمه کې یوه مهمه لاره د کابل ښار د سړکونو له شبکې سره ونښلول شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلچکونو، پلیو لارو، ګلدانونو او استنادي دېوالونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې پروژې د پلي کېدو ټول کاري پړاوونه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر تخنیکي او فني څارنې لاندې ترسره کېږي، څو یې د کار کیفیت تضمین شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د اړوند سیمو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د اقتصادي فعالیتونو پراختیا ته زمینه هم برابره شي.
د پډولې– فیصل ښارګوټي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې دوام لري


