
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند له دیوانبیګي سیمې څخه تر مهتابقلعه پورې، د ۱۷۳۳ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو سور سره د نوي نښلوونکي سړک دویمه( وروستۍ) طبقه قیر چارې پیل شوې.
دغه پروژه چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم پکې شامل دي، تر اوسه څه باندې ۹۰ سلنه کاري پرمختګ لري.
یاد سړک د کمپنۍ او برچي سړک د ګڼه ګوڼې په کمښت کې مهم رول لري، چې په جوړېدو سره به یې د اړوند سیمو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د اقتصادي فعالیتونو پراختیا ته به زمینه برابره شي.
دغه راز د دې سړک وروستۍ طبقه قیر چارې به د فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره ډېر ژر بشپړې او د ترافیکو پرمخ به پرانیستل شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه، د ۲۱.۵ مترو په اوږدوالي او ۲۰ متره سور سره یو موټریز پل هم جوړ شوی دی.
د دیوانبیګي – مهتابقلعه سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې


