الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه تر سیلو پورې د سړک قیر چارې پیل شوې


د بنسټیزو برخو تر جوړلو وروسته، د کابل ښاروالۍ له خوا د دهبوري له شه-ید څلورلارې څخه دسیلو تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې پیل شوې چې، په لومړي پړاو کې به د یاد سړک یوه برخه د پوهنتون له وروستي تم ځای څخه د سیلو تر سړک پورې قیر شي. ورته مهال د یاد سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي څو هغه هم هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي.
دغه سړک چې، ۱۹۱۰ متره اوږدوالی، ۲۰ او ۴۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د یاد سړک د جوړولو چارې د ټاکل شوي مهالوېش مطابق پرمخ روانې دي او ټاکل شوې چې، د روان کال تر پایه بشپړې او یاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د ورڅېرمه سیمو په سړکونو به ترافیکي بهیر ووېشل شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د کیفیت د تضمین او د چارو د چټکتیا په موخه، د یادې پروژې له بېلابېلو کاري پړاوونو څخه دوامداره تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي.