
د کابل ښاروالۍ له خوا د قلعه شانان نوي نښلوونکي سړک د شاوخوا ۲۰۰ متره پاتې برخې قیرچارې چې، د همدې سړک په اوږدو کې د یوه پله د جوړولو له امله یې ځنډېدلې وې، په بریالیتوب ترسره شوې.
د قلعه شانان سړک د قلعه زمانخان له سیمې څخه د کابل–جلالآباد سړک په اوږدو کې د حربي پوهنتون تر مخې پورې، ۲۱۰۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري.
همدا راز د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست تېر کال د یاد سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه، د ۶۰ مترو په اوږدوالي او ۱۸.۴ مترو په سور سره یو موټریز لوی پُل هم جوړ کړ چې، د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوی دی.
مسئوولین وایي چې، په نږدې راتلونکې کې به د یادې برخې دویمه طبقه قیر چارې هم ترسره شي څو سړک په بشپړه توګه د ښاریانو او وسایطو پرمخ پرانیستل شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د ۸۵۰ مترو په اوږدوالي د یوه کانال جوړول هم شامل دي.
د قلعه شانان سړک د پاتې برخې قیر چارې ترسره شوې


