
د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې له دویم بلاک څخه د بګراميو تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او هڅه کېږي چې دغه سړک په نږدې راتلونکې کې قیر کولو ته چمتو شي.
دغه سړک د ۱.۵ کیلومترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، د ۱۰۵۰ متر مکعب په اندازه استنادي دېوال او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د غه پروژه تر اوسه ۵۰ سلنه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د ملالۍ (بتخاک څلورلارې) د ترافیکي ګڼېګوڼې کچه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له ټولو کاري پړاوونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي څو یې کیفیت تضمین او په ټاکلي وخت بشپړه شي.
د احمدشاه بابا مېنې– بګرامیو نښلوونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي


