
د پلیوتګ کوونکو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ښار د ښکلا د زیات والي په موخه، د عامې روغتیا له څلورلارې څخه د هوایي ډګر تر څلورلارې پورې د سړک د پلیولارو د بیارغونې چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا دوام لري.
په دې پروژه کې به د یاد سړک د ۲۴۴۷ مترو په اوږدوالي او ۶ مترو په سور سره پلې لارې په تیږو فرش او د ۲۴۴۷ مترو په اوږدوالي او ۱.۲ مترو په لوړوالي سره وسپنیزې کټارې نصب او رنګ شي.
سربېره پر دې، د سړک غاړې لښتیو او جدولونو بیارغونه، په سړک د کرښو اچول، د برېښنا پایو (ستنو) او د ترافیکي نښو نصبول، هم د دې پروژې مهمې برخې دي، چې د ښاري نظم په ښه والي، د خوندیتوب په زیاتوالي او د ترافیکي بهیر پر وړاندې د آسانتیا په رامنځته کولو کې به مهم رول ولري.
کابل ښاروالۍ ژمنه ده چې، د معیاري پروژو په پلي کولو سره به د ښاریانو لپاره خوندي تګ راتګ زمینه برابره او د ښار د بنسټیزو زیربناوو د پراختیا او ښکلا لپاره به اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د هوایي ډګر سړک د پلیولارو د بیارغولو چارې روانې دي


