الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل–جلال‌آباد او کابل–بګرام نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري


د نهمې، اتلسمې او نولسمې ناحیې اړوند د کابل–جلال‌آباد له لویې لارې څخه تر صنعتي پارکونو او له هغه ځا څخه د کابل–بګرام تر لویې لارې پورې د نوي نښلوونکي سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري او اوس د دې سړک مهمې برخې د قیر کولو پړاو ته رسېدلې دي.
دغه سړک چې، د ۳۵۵۴ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور ډیزاین شوی، دوه اصلي او دوه فرعي لیکې لري. په دې پروژه کې د یوه کانال، لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د مسئولینو په وینا، د پروژې ټولې ودانیزې چارې د منل شویو تخنیکي معیارونو مطابق تر مسلکي فني څارنې لاندې ترسره کېږي، څو د دغه مهم ترانزیتي سړک د جوړولو چارې په ټاکلي وخت بشپړې او یاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ټاکل شوې ده چې د دې سړک له بشپړېدو وروسته به د کابل–جلال‌اباد او کابل–بګرام لویو لارو ترمنځ مستقیمه نښلونکې لار رامنځته شي، صنعتي پارکونو ته به لاسرسی آسانه او د مسافرو د سفر وخت به د پام وړکمښت ومومي.