الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د چهاردهي له چهارقلعه څخه د برچي تر پل خشک پورې د نوي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې

د شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند، د چهاردهۍ له چهارقلعه څخه د برچي تر پل خشک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
دغه سړک چې، د برچي د عمومي سړک د بدیل په توګه جوړېږي، ۵۱۲۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري او ټاکل شوې ده په ۱۵ میاشتو کې په اساسي او معیاري ډول جوړ شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د برچي پر عمومي سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.
اوس مهال د دې پروژې د پلي کېدو په موخه، د سړک په اوږدو کې د شته خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د دې سړک په اوږدو کې ۷۰۶ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وایي: یاده پروژه د ښار له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ده چې، د ښاري پراختیا، د ترانسپورتي شبکې د ښه والي، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت او د اقتصادي ودې په برخه کې به اغېزناک رول ولوبوي.
د سیمې اوسېدونکو هم د دې پروژې له پیل څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي چې، د دې سړک جوړېدل به د ښاروندانو لپاره د ترانسپورتي آسانتیاوو د رامنځته کولو ترڅنګ، د غیرپلاني سیمو په پلاني کېدو، د برچي سړک د ګڼې ګوڼې په کمښت او د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې هم مثبت او ارزښتناک اغېز ولري.