الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څرخي پله د زندان لودیځ لوري ته د سړک جوړولو چارې پیل شوې

د دولسمې ناحیې اړوند، د پلچرخي زندان لوېدیځ لوري ته د ۷۵۰ متر په اوږدوالي او ۱۵.۵ متره سور سره، د نوي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د مسئولینو په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د سیمې په ترانسپورتي شبکه کې د پام وړ ښه والی رامنځته او بل خوا به د سیمو اوسېدونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره، د ور څېرمه سیمو د معیاري او دوامدار پرمختګ لپاره هم زمینه برابره شي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل چې، د دې سړک جوړېدل به د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت، د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا، د ترانسپورتي آسانتیاوو د رامنځته کولو او په پلاني د غیرپلاني سیمو د بدلېدو په برخه کې یو مهم ګام وي.
کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې، د ښاري خدمتونو د ښه والي او د ښاریانو د ژوند د کیفیت د لوړولو په موخه به د ښار په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو پروژو پلي کول دوام ولري.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه به د ۷ میاشتو په موده کې په اساسي او معیاري ډول بشپړه شي.