الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نوروزآباد–دولسمې امنیتي حوزې د سړک ۸۱۰ متره برخه قیر کولو ته چمتو شوې ده


د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په سیمه کې له نوروزآباد (ایمل مومند) څلورلارې څخه د دولسمې امنیتي حوزې تر څنګ پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه ۴۷ سلنه کاري پرمختګ لري.
دغه سړک چې، د ۲٬۰۹۶ مترو په اوږدوالي او له ۳۰ تر ۴۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګدون ډیزاین شوی دی، ټاکل شوې ده تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د آسانتیاوې رامنځته کېدو سربېره، د دولسمې ناحیې په نورو سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.
د دې پروژې د پلي کېدو ټول پړاوونه د انجنیرانو تر تخنیکي او مسلکي څارنې لاندې ترسره کېږي، څو پروژه په لوړ کیفیت او د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو مطابق بشپړه شي.