الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۳۱۵ او منشي میر غلام سیمو ترمنځ د نوي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


د یوولسمې او اوولسمې ناحیې اړوند د ۳۱۵ او منشي میرغلام سیمو ترمنځ د هزاره‌ بغل نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۲۶۳۵ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو، پُل ګوټو، استنادي دېوالونو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. دغه سړک چې، له یوې غرنۍ سیمې څخه تېرېږي، د جوړولو چارې به یې د ۱۶ میاشتو په موده کې په اساسي توګه د ټولو تخنیکي معیارونو له مخې بشپړې شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د خیرخانې کوتل په سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ د آسانتیاوې رامنځته کولو سربېره، د سیمو متوازنې پراختیا ته زمینه هم برابره شي.
پاتې دې نه وي چې، د غه پروژه تر اوسه ۳۵ سلنه کاري پرمختګ لري.