الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه شانان د سړک جوړولو پروژه وروستیو پړاوونو ته رسېدلې ده


د قلعه زمان خان له سیمې څخه د کابل- جلال آباد سړک په اوږدو کې د حربي پوهنتون تر مخې پورې د قلعه شانان د سړک جوړولو پروژې چارې څه باندې ۹۰ سلنه کاري پرمختګ لري.
دا سړک ۲۱۰۳ متره اوږدوالی او د ۳۰ متره سور لري چې، په اوږدو کې یې د کابل سیند د پاسه د ۶۰ مترو په اوږدوالي او د ۱۸.۴ مترو په سور سره د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د موټرو یو لوی پُل هم جوړ شوی او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
اوس مهال د یاد سړک د شاوخوا ۲۰۰ متره برخې دویمه طبقه قیر چارې روانې دي او تر بشپړېدو وروسته به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ورته مهال د یاد سړک په اوږدو کې د ۸۵۰ مترو په اوږدوالي یو کانال هم جوړ شوی دی.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، کرښې اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنخته او د مکروریانو، کارته نو او ورڅېرمه نورو سیمو په سړکونو به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.