د مکروریان له څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ سیمې پورې د کابل–جلالآباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي او تر اوسه ۴۷ سلنه کاري پرمختګ لري.
د کابل ښاروالۍ مسئولین په دې اړه وایي: هڅه کېږي څو دغه پروژه د روان کال د لړم (عقرب) تر میاشتې پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې، د ۹۳۹۷ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو سور سره طرح شوې، تر اوسه یې څه باندې ۶ کیلومتره برخه قیر شوې ده او د پاتې برخو د جوړولو چارې یې په دوامداره توګه روانې دي، ترڅو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او تمځایونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د ترافیکي نښو نصبول هم شامل دي.
د غه پروژه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو له خوا تر فني او تخنیکي څارنو لاندې پلې کېږي، ترڅو یې کیفیت، ټینګښت او دوام د ټاکل شویو معیارونو مطابق تضمین شي.
د مکروریان له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې د سړک جوړولو چارې ۴۷ سلنه پرمخ تللې دي


