
په لومړۍ ناحیه کې د باغ قاضي سړک د جوړولو او پراختیا چارې چې، د کابل ښاروالۍ یوه مهمه زېربنايي پروژه بلل کېږي، د تخنیکي معیارونومطابق روانې دي او هڅه کېږي څو د روان کال په بهیر کې بشپړې او یاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې، له نجات څلي څخه تر ابن سینا روغتون پورې ۲۳۵۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د روان کال په بهیر کې به جوړ شي.
د دې پروژې په چوکاټ کې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د باغ قاضي سړک د ښار یوه مهمه لاره ده چې، په جوړېدو سره به یې له یوې خوا د ښار په دې مهمه برخه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به سوداګریز مارکېټونو او روغتیايي مرکزونو ته د ښاریانو لاس رسی آسانه او د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
همدا راز دا پروژه د کابل ښار د بڼې په ښکلا او د ښاري چوپړتیاوو د ښه والي په برخه کې هم مهم رول لري.
د باغ قاضي سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


