
د کابل ښاروالۍ له خوا پلیو تګ کوونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو او د ښاري زېربناوو د معیاري کولو په موخه، له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د ۸۶۰ مترو په اوږدوالي د سړک دواړو خواوو ته د پلیو لارو د تېږو فرشولو چارې روانې دي.
د جوی شیر- پُل آرتل د سړک جوړولو پروژه چې، ۸۶۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، د کانالونو، لښتیو، استنادي دېوالونو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون طرحه شوې ده.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به پلیو تګ کوونکو او وسایطو ته د خوندي تګ راتګ زمینه برابره او د ښار په مرکزي برخو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه تر اوسه ۷۵ سلنه کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي څو په نږدې راتلونکې کې بشپړه شي.
د جوی شیر- پُل آرتل سړک د پلیو لارو د تېږو فرشولو چارې روانې دي


