الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شیوه کي د سړک او کانال جوړولو چارې پیل شوې

د اتمې ناحیې اړوند د کابل- لوګر سړک په اوږدو کې له بیني حصار سیمې څخه د شیوه کي تر پله پورې د یوه کانال او د شېوه کي سړک د جوړولو چارې، د ۱۲۱ میلیونه ۳۲۵ زره او ۸۱۹ افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې.
په دې پروژه کې د ۳۰۸۵ مترو په اوږدوالي، ۱۲ او ۱۵ مترو په سور د سړک او د ۲۶۲۸ مترو په اوږدوالي، له ۱.۲ څخه تر ۳ مترو په سور او له ۱.۵ څخه تر ۳.۵ مترو په ژوروالي د یو کانال جوړول شامل دي چې، د ۹ میاشتو په موده کې به په معیاري توګه جوړ شي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د دې پروژې له ټولو کاري پړاوونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي.
د دې سړک او کانال جوړېدل، د خلکو غوښتنه او هیله وه چې، اوس د پوره کېدو په حال کې دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به په سیمه کې چاپېریالي او ښاري ستونزې هوارې او ښاریانو ته به ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د لښتي، ۲۳ پلچکونو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول هم شامل دي.