
د کابل ښاروالۍ له لوري د اساسي طبقو تر جوړېدو وروسته د ګلباغ سړک د دویمې برخې د دویمې لیکې قیر چارې د ټولو تخنیکي او فني معیارونو په نظر کې نیولو سره پیل شوې.
د ګلباغ سړک دویمه برخه له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې ۲۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري چې، د پلچکونو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوې ده. هڅه کېږي چې، د دې پروژې چارې په نږدې راتلونکې کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې مهمې زېربنايي پروژې په بشپړېدو سره به د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې زیاتې او د اقتصادي فعالیتونو د ودې سربېره به د ښاري سړکونو شبکې پراختیا ته زمینه برابره شي.
د ګلباغ سړک د دویمې برخې د دویمې لیکې قیر چارې پیل شوې


