الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د علاءالدین درې لارې څخه د چهاردهي تر چهارقلعه پورې سړک د جوړلو چارې په چټکۍ سره روانې دي


د ښاري سړکونو د شبکې د پراختیا او ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا د شپږمې ناحیې اړوند د علاءالدین درې لارې څخه د چهاردهي تر چهارقلعه پورې سړک د جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي چې دغه سړک په نږدې راتلونکې کې قیر شي.
یاد سړک چې، ۱۹۰۲ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د تخنیکي معیارونو مطابق د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک دکرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د علاءالدین درې لارې، د چهاردهي د چهار قلعه او ورڅېرمه نورو سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه د ښاري چوپړتیاوو په ښه والي او د ښار د تلپاتې ودې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.