الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دولسمې ناحیې اړوند د محبس څلورلارې سړک بیاورغول شو


د ښاري زېربناوو د ساتنې او د وسایطو د تګ راتګ وضعیت د ښه والي په موخه، د دولسمې ناحیې اړوند د محبس څلورلارې سړک د یو کیلو متر برخې د بیارغونې چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا ترسره شوې.
دغه پروژه تر تخنیکي څېړنو وروسته د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله پلې شوه، څو د سړک زیانمنې برخې په معیاري توګه بیا ورغول شي.
د سړکونو بیارغونه، د کابل ښاروالۍ له دوامداره برنامو څخه ده چې، د ښاري تاسیساتو د ساتنې، د سړکونو د عمر د زیاتوالي او د ترافیکي بهیر د تنظیم په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
د دې پروژې په بشپړیدو سره به د موټرو تګ راتګ ته آسانتیاوې رامنځته، ترافیکي خوندیتوب به زیات او په راتلونکي کې به د نورو ویجاړیو او د سړکونو د بیارغونې د درنو لګښتونو مخه ونیول شي.