
د کابل ښاروالۍ له خوا د پنځلسمې ناحیې په ۴م، ۲۱م او ۲۲م ګذر کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې په معیاري توګه روانې دي.
دغه دواړه سړکونه په ټولیزه توګه د ۱۵۰۰ مترو په اوږدوالی او د ۲۰ مترو په سور سره جوړېږي او ټاکل شوې ده په روان کال کې یې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې لومړۍ برخه د قصبې سیمې د مرجان ښارګوټي په ۲۱م او ۲۲م ګذر کې د ۵۸۳ مترو په اوږدوالي او دویمه برخه یې د پنځه سوه فامیلي سیمې په ۴م ګذر کې د ۹۱۷ مترو په اوږدوالي ډیزاین شوې ده.
د دې پروژې د کیفیت د تضمین او د کار د چټکتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه تخنیکي او فني څارنې ترسره کوي.
د دغو دوو سړکونو په جوړېدو سره به اړوندو سیمو کې ګڼې ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او د خوندي، منظم او آسانه تګ راتګ لپاره زمینه برابره شي.
پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې د لښتیو او پليو لارو جوړول هم شامل دي.
په پنځلسمه ناحیه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي


