الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ له پله څخه د ګچ تر فابریکې پورې د کابل - کندهار سړک د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د څوارلسمې ناحیې اړوند له کمپنۍ پله څخه د قلعه حیدرخان سیمې د ګچ تر فابریکې پورې د کابل- کندهار سړک د جوړولو او پراختیا چارې په دوو برخو کې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه سړک چې، ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، د پلازمېنې د ترانسپورتي شبکې د پراختیا لپاره د کابل ښاروالۍ له ستراتیژیکو پروژو څخه ګڼل کیږي.
د دې پروژې په چوکاټ کې، د سړک ټولې اساسي برخې د ښاري معیارونو مطابق جوړې شوي او تمه کیږي چې په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې به جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل – کندهار لویې لارې ترمنځ اړیکې ښې شي، د موټرو ظرفیت به زیات او د کابل ښار په لویدیځ زون کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.
دغه راز یاد سړک به د هیواد د لویدیځ او سویلي ولایتونو څخه د ښار مرکز ته د ښاریانو او ټرانزیټ موټرو لپاره آسانتیاوې رامنځته کولو سربېره به د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو پراختیا او متوازنې ښاري پراختیا ته هم زمینه برابره کړي.