
د اتمې ناحیې اړوند له بیني حصار څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي او تر اوسه ۶۸ سلنه پرمختګ لري.
دغه سړک چې، د ۱۶۵۵ مترو په اوږدوالي او ۴۰ مترو په سور سره ډیزاین شوی، تر دې وړاندې یې دواړو خواوو ته ۱۲۵۰ متره برخه قیر شوې او ۴۰۰ متره نوره برخه یې قیر کولو ته د چمتو کېدو په حال کې ده.
په دې پروژه کې د پلیولارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او پُل ګوټو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې د چارو له کیفیت څخه په دوامداره توګه څارنې کوي.
ورته مهال له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګراميو پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې هم روانې دي او د پاتې برخو له چمتو کېدو وروسته به بې د قیر کولو پړاو پیل شي.
د دې دواړو پروژو په بشپړېدو سره به له یوې خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د کابل–لوګر لویه لار د بګراميو له سړک سره ونښلول شي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه به په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
له بیني حصار څخه تر ستانکزي څلورلارې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ۶۸ سلنه پرمختګ لري


