الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ: زمونږ د پروژو پلي کېدل د خلکو اړتیاوو او ستونزو د لومړیتوب پر اساس دي

25 سنبله 1398

د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز د څلورمې ناحیې له یو شمېر مشرانو او اسېدونکو سره د یوې غونډې پر مهال د دوي ستونزې واورېدې او د ښاري ستونزو او اړتیاوو لومړیتوب پر اساس یې د دې ادارې پراختیایي پلانونو باندې بحث وکړ.

کابل ښاروال د ذکر شوې ناحیې د ستونزو حل په برخه کې ، خصوصاً سرکونو پخولو لپاره له هغوی سره وعده وکړه چې د متوازنې پراختیا اصل ته په کتو سره به د موجوده تاسیساتو سره سم، د خلکو د چاپېریال ستونزې حل شي.

د عملي کار سربېره کابل ښاروالۍ په راروان کال کې د مختلفو ناحیو د فرعي سرکونو ، خامه سرکونو جوړولو مطالعه او ډیزاین کوي.