الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قرغې د ده عربانو - کمپنۍ څلورلارې پورې سړک په اوږدو کې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا او د ښاریانو په مرسته، د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې د ده عربانو له سیمې څخه تر کمپنی څلورلارې پورې د نوي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د خنډونو(د استملاکي ملکیتونو په ګډون) د پاکولو چارې روانې دي.
ټاکل شوې ده دغه سړک د شته خنډونو له پاکېدو وروسته، د ۲۷۱۰ مترو په اوږدوالي، د ۲۰، ۳۰ او ۴۰ مترو په سور سره د ۱۰ میاشتو په موده کې په اساسي او معیاري توګه جوړ شي.
دغه راز په دې پروژه کې د ۱۱۹۵ مترو په اوږدوالي د یوه لوی کانال، پلچکونو، لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او د استنادي دېوالونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د پغمان پر پخواني سړک او د خواجه مسافر پر سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره، د شاوخوا سیمو د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره هم مناسب فرصتونه رامنځته شي.