
د اتمې ناحیې اړوند، د طلایي ښارګوټي مخې ته د ښاری پراختیا پروژه، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وه، تر اوسه ۴۵ سلنه پرمخ تللې ده.
په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه ۳۷۸ مترمربع مساحت لري، د دوو تهکويو په ګډون یوه اته پوړیزه ودانۍ جوړېږي.
دغه راز په دې پروژه کې د موټرو تمځای، د فاضله اوبو د تصفیې سیستم، مرکزګرمي او د ساتونکي خونه هم شامل دي. ټاکل شوې ده یاده پروژه په راتلونکو اوو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
کابل ښاروالۍ د دوامدار ښاري پرمختګ په موخه، هوډ لري چې د ځمکې د بیا تنظیم او د ښاري پراختیا په څېر نوې لارې چارې وکاروي او ورته نورې پروژې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې طرحه او پلې کړي.
د یادونې وړ ده چې، په دې بلاک کې ۱۴ د استوګنې اپارتمانونه او یو سوداګریز پوړله څوهټیو سره په پام کې نیول شوي دي.
په اتمه ناحیه کې د ښاري پراختیا پروژه ۴۵ سلنه پرمخ تللې ده


