الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک پورې د سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا د دیارلسمې ناحیې اړوند، له امید سبز ښارګوټي څخه ترعرفاني سړک پورې د نوي سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره دوام لري.
دغه سړک چې، په ټوله کې ۳۸۴۵ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، تر اوسه یې څه باندې ۱۵۰۰ متره برخه قیر شوې ده او د پاتې څه باندې دوو کیلومتره برخې قیر چارې به یې هم ډېر ژر ترسره شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته، ترافیکي ګڼه ګوڼه به کمه او د ښار بېلابېلو سیمې به یو له بل سره و نښلول شي.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه به د روان کال په ترڅ کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.