الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ګلباغ سړک د درېیمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


د ګلباغ له پله څخه تر چهل دختران سیمې پورې د ۵۳۱۴ مترو په اوږدوالي او ۳۳ متره سور سره، د ګلباغ سړک د درېیمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې په منظمه توګه روانې دي.
دغه راز د سړک جوړولو په دې پروژه کې د ۱۴ زره مکعب په اندازه استنادي دېوال،۲۱ پلچکونو، لښتیو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي.
د دې پروژې له ټولو پړاوونو څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کېږي څو په غوره کیفیت او ټاکلي وخت بشپړه شي.
‏‏د ګلباغ سړک چې، د کابل ښار له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي، د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي او په جوړېدو سره به یې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، زېربنايي پروژې په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې او معیاري خدمتونو ته د ښاریانو د لاس رسي زمینه برابره کړي.