
د څلورمې ناحیې اړوند د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک قیر چارې، د ټولو فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره پیل شوې.
دغه پروژه چې، ۶۱۲ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوې ده.
یاد سړک چې د ودانیزو چارو د ترسره کولو له امله تر یوې مودې د ترافیکو پرمخ تړلی ؤ، د قیر چارو تر بشپړېدو وروسته به بېرته پرانیستل شي.
کابل ښاروالۍ د یاد سړک د ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې د کابل د ترافیکو ریاست له همکارۍ او د ښاریانو له حوصلې څخه مننه کوي.
دغه سړک د کابل ښار د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان له مخې پراختیا مومي چ، څو ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.
د پخواني تایمني له څلولارې د تایمني پروژې تر څلورلارې د سړک قیر چارې پیل شوې


