
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې د ۳۳م ګذر اړوند د قلعچه په سیمه کې د پنځو فرعي سړکونو او کوڅو کانکریټ چارې روانې دي.
په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه ۱۱۹۵ متره اوږدوالی او له ۵ څخه تر ۸ مترو پورې سور لري، د سړکونو او کوڅو د کانکریټ کولو ترڅنګ، د لښتیوجوړول هم شامل دي چې، تر راتلونکو ۴۵ ورځو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې په بشپړېدو وروسته به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
په قلعچه سیمه کې د پنځو فرعي سړکونو او کوڅو کانکریټ چارې روانې دي


