الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل–لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې ۵۵ سلنه پرمختګ لري


د کابل- لوګر د سړک جوړولو پروژه چې، د کابل ښاروالۍ له مهمو زېربنايي پروژو څخه ده، د لومړۍ برخې د جوړولو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې مهاله ۵۵ سلنه پرمختګ لري.
اوس مهال د دې سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې روانې څو هر څه ژر قیر کولو ته چمتو شي. ورته مهال تخنیکي ټیمونه هڅه کوي چې، دغه پروژه د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو مطابق بشپړه کړي.
د کابل- لوګر سړک لومړۍ برخه له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې د ۷ کیلومترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره د کانال، پُل ګوټو، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوې ده.
د کابل- لوګر د سړک جوړولو پروژه، د کابل ښاروالۍ له مهمو پروژو څخه ده چې، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د ښار په سویلي زون کې به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
همدا راز له چرخ آب سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې د دې سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم پیل شوې دي او هڅه کېږي څو دغه مهم ترانسپورتي دهلېز ژر تر ژره په معیاري ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
پاتې دې نه وي چې، دغه پروژه به د روان کال په ترڅ کې بشپړه او ورسره جوخت به د کابل ښار په سویلي زون کې ترانسپورتي شبکه پراختیا ومومي.