الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاریانو او خصوصي سکټور په همکارۍ د قصبې سیمې د زرغون کمربند ونې خړوب شوې


د زرغونو سیمو د ساتنې او پراختیا په موخه د پنځلسمې ناحیې د مسئولینو، ښاریانو او د معدني اوبو د یو شمېر شرکتونو له لوري د هوايي ډګر په شمالي برخه قصبه سیمه کې د زرغون کمربند اړوند ونې خړوب شوې.
دا برنامه د ونو د وچېدو د مخنیوي او د چاپېریال ساتنې کلتور د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه. د ونو خړوبولو په دې حشر کې د پنځلسمې ناحیې د معدني اوبو فعالو شرکتونو د اوبو د ټانکرونو په برابرولو سره د ونو په خړوبولو کې ونډه واخیسته چې، کابل ښاروالۍ د دې ګټور کار ستاینه کوي.
مسئولینو ټینګار وکړ چې، د ونو او زرغونو سیمو ساتنه، خړوبول او پالنه یوازې د زرغونتیا ریاست مسئولیت نه دی، بلکې دا یو ګډ ملي، ديني او ښاري مسئولیت دی. له همدې امله، له ټولو ښاریانو وغوښتل شول چې، په ځانګړي ډول د اوړي په ګرم موسم کې د ونو او نیالګیو په خړوبولو او ساتنه کې فعاله ونډه واخلي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري به د ښار په کچه د ونو او زرغونو سیمو د ساتنې او خړبولو برنامې دوام لري خو په دې برخه کې د ښاریانو همکارۍ ته هم جدي اړتیا لیدل کېږي.
زرغونې سیمې د هوا د کیفیت په ښه والي، د چاپېریال د ککړتیا په کمښت، د ښار په ښکلا او د ښاریانو د روغتیا په خوندي ساتلو کې مهم رول لري او ساتنه یې د یوې سالمې راتلونکې او زرغون ښار لپاره اغېزمنه پانګونه ګڼل کېږي.