الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بره‌ کي- کلوله پشتې نښلوونکي سړک د پلیو لارو د تېږو فرشولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا پلیو تګ کوونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د څلورمې ناحیې اړوند د بر‌ه‌ کي- کلوله پشتې نوي نښلوونکي سړک د ۶۵۵ مترو په اوږدوالي پلیولارو د تېږو فرشولو چارې روانې دي.
د بره‌ کي- کلوله پشتې سړک چې، ۶۵۵ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د بره‌ کي څلورلارې د بدیلې لارې په توګه، د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري.
د یاد سړک لومړۍ طبقه قیر چارې څه موده وړاندې بشپړې شوې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوی چې ډېر ژر به یې دویمه طبقه قیر چارې هم ترسره شي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي چې، د پلان له مخې به د یادې پروژې ټولې چارې په ټاکلي وخت او غوره کیفیت بشپړې او ورسره جوخت به د بره‌ کي سیمه له کلوله پشتې سیمې سره ونښلول شي.
د یادونې وړ ده چې، د استنادي دېوالونو او لښتیو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم د یادې پروژې نورې برخې دي.