الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یولسمه ناحیه کې د درېیو فرعي سړکونو د جوړولو چارې ۵۵ سلنه پرمختګ لري


د یولسمې ناحیې د دویم ګذر اړوند په قلعه نجارها سیمه کې د درېیو فرعي سړکونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر اوسه ۵۵ سلنه پرمختګ لري.
دا پروژه چې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې کېږي، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه ۴۵۰ متره اوږدوالی، ۷ او ۸ متره سور لري، د لښتیو جوړول هم شامل دي.
د یاد سړکونو په جوړېدو سره به په سیمه کې شته ستونزې هوارې او او سېدونکي به یې معیاري ښاري زېربناوو ته لاس رسی ومومي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.