الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څوارلسمه ناحیه کې د پشه يي درې د سړک جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا د څوارلسمې ناحیې د پغمان سیمې اړوند د پشه یي درې د سړک جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي چې د روان کال تر پایه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې، ۵ زره ۴۰۰ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري، د لښتیو او استنادي دېوالونو په ګډون ډيزاین شوی دی.
پشه يي دره د کابل ښار لېرې پرته سیمه ده چې، اوسېدونکي یې له ډېرو کلونو راهیسې له ګڼو ستونزو او د معیاري زېربناوو له نشتون سره مخ دي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي چې، دا پروژه د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ پلې کېږي او هڅې روانې دي چې، په لیرې پرتو سیمو کې ورته نورې ټولګټې او زېربنايي پروژې هم پلې شي.
کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې، د ټولګټو او زېربنايي پروژو په پلي کولو سره غواړي ښاریانو ته مناسبې ښاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.
پاتې دې نه وي چې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي غوره ښاري خدمتونو او د تګ راتګ آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي.