د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ښار کې به د بس تمځایونه ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

کابل ښاروالۍ د نظم او ښاریانو ته اسانتیاوو د رامنځته کېدو په موخه له تېر کال راهیسې په کابل ښار کې د ښاري بسونو د ۲۴ تمځایونو د جوړېدا کار پیل کړ، چې ټاکل شوې ده ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه تمځایونه په معیاري ډول جوړ شوي، چې سایه بان، کچره داني، دوې اوږدې درې نفري چوکۍ، کانتین، د بایسکل تمځای او سولري برېښنایي سیستم لري او ظاهري بڼه یې د نکل او فلز له جنسه ده، چې د ځانګړې ښکلا تر څنګ زیات مقاومت هم لري.

د یاونې وړ ده چې د دغو تمځایونو په جوړولو او د ښاري سکتور له مختلفو ادارو او ترانسپورت وزرات سره په همغږۍ د ښار د اړتیا وړ بسونو په پېرلو او ګومارلو به ښاریانو ته د ترانسپورتیشن منظم سیستم او غوره بدلونونه ډالۍ کړي.