الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دهن باغ او بره کي څلورلارو تر منخ د غځېدلي سړک د پراختیا چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا د دهن‌ باغ څلورلارې څخه تر بره‌ کي څلورلارې پورې د ۵۹۴ مترو په اوږدوالي او ۶۰ متره سور سره د سړک جوړولو او پراختیا چارې روانې دي.
دغه راز د دهن‌ باغ څلورلارې څخه تر بره‌ کي څلورلارې پورې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د ۵۸۲ مترو په اوږدوالي او د بره‌ کي څلورلارې څخه تر ترافیک څلورلارې پورې د ۳۵۱ مترو په اوږدوالي نښلوونکو کانالونو جوړول هم د دې پروژې برخه ده. کابل ښاروالۍ پلان لري چې، د صدارت له څلورلارې څخه تر دهن‌ باغ څلورلارې پورې د ۱۹۹۴مترو په اوږدوالي او۶۰ مترو په سور سره د سړک د جوړولو او پراختیا چارې هم ډېر ژر پیل کړي. کابل ښاروالۍ د دغو پروژو په پلي کولو سره د ښار د معیاري بنسټیزو زیربناوو د پراختیا، د سطحي اوبو د غوره مدیریت او د ښار د ترانسپورتي شبکې د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن ګامونه اخلي او ژمنه ده چې، بنسټیزې پروژې به د پراختیایي پلان مطابق، په تدریجي او معیاري توګه پلې کړي.