
د کابل–لوګر سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې، د شلمې ناحیې اړوندو له چرخآب سیمې څخه تر سنګنوشته پورې د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي.
دغه سړک د ۳.۵ کیلومترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره، په څلورو لیکو کې (دوه اصلي او دوه فرعي) طرحه شوی دی.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د استنادي دېوالونو، لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د کابل–لوګر سړک دویمه برخه د کابل ښاروالۍ له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په بشپړېدو سره به یې، د ترافیکي ستونزو د کمښت او د ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو سربېره، د ور څېرمه سیمو اقتصادي پرمختګ زمینه هم برابره شي.
دغه سړک د کابل ښار د سوېلي زون له مهمو اقتصادي دهلېزونو څخه ګڼل کېږي او د هغو ښاریانو او مسافرو د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیا په رامنځته کولو کې به مهم رول ولوبوي، چې د هېواد له سوېلي ولایتونو څخه کابل ښار ته سفر کوي.
د کابل - لوګر سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


