
د اتمې او ۲۲مې ناحیې اړوند د بګرامي پل له سیمې څخه د ملالي څلورلارې (بتخاک څلور لارې) سویل خواته سړک پورې د نوي نښلونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، ۵۶۳۴ متره اوږدوالی، ۳۰ او ۴۵ متره سور لري، د پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړیدو سره به د ترانسپورت ډیرې اسانتیاوې برابرې شي، د ترافیکو ګڼه ګوڼه به کمه شي، او ښاري خدماتو ته به د ښاریانو لاسرسی ښه شي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه به د روان کال په بهیر کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د بګراميو پله - ملالۍ څلورلارې سړک د جوړولو چارې دوام لري


