
د کابل ښاروالۍ له خوا د پنځلسمې ناحیې اړوند د خواجه بغرا له ګولایۍ څخه د قصبې تر دوه لارې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په وړاندې د خنډونو ( استملاک لاندې ملکیتونو) د پاکولو چارې، د یاد سړک په اوږدو کې د مېشتو ښاریانو په مرسته روانې دي، څو د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به نه یوازې د پنځلسمې ناحیې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي، بلکې د هغوهېوادوالو لپاره به هم آسانتیاوې رامنځته شي، کوم چې خیرخانې مېنې ته تګ راتګ کوي.
د یاد سړک په اوږدو کې ۴۰۲ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې، دغه سړک به د ۳۸۳۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ متره سور سره د یوه کال په موده کې په اساسي او معیاري توګه جوړ شي.
د خواجه بغرا له ګولایي څخه د قصبې تر دوه لارې پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو پر وړاندې د خنډونو پاکولو چارې روانې دي


