الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دولسمې او یوویشتمې ناحیې ترمنځ د نښلوونکې سړک د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا د دولسمې او یوویشتمې ناحیې ترمنځ، د څرخي پله د بازار په سیمه کې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. ټاکل شوې ده دغه سړک چې،۱۴۱۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سورلري، د روان کال په ترڅ کې په اساسي او معیاري توګه جوړ شي.
دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د سیمې په دوامداره او معیاري پراختیا، د ترانسپورټي شبکې په پیاوړتیا، د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت او د ښاریانو د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې به اغېزناک رول ولوبوي.
د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پلي کېدو هرکلی کړی او د یاد سړک جوړول یې د څرخي پله پر سړک د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت، د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا، د ترانسپورټي اسانتیاوو د رامنځته کېدو او په پلاني د غیرپلاني سیمو د بدلېدو په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو او زرغونو سیمو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.