
کابل ښاروالۍ د قلعه شانان سړک د پاتې ۲۰۰ متره برخې، دویمه (وروستۍ طبقه) قیرچارې په بریالیتوب سره بشپړې او دغه برخه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
د قلعه شانان سړک د جوړولو چارې چې، د قلعه زمان خان له سیمې څخه د کابل–جلالآباد پر لویه لاره د حربي پوهنتون تر مخې پورې غځېدلی، ۹۷ سلنه پرمخ تللې او ډېر ژر به بشپړې شي.
دغه پروژه، چې ۲۱۰۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د تخنیکي معیارونو مطابق د بشپړېدو په حال کې ده. د دې سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه یو لوی موټریز پل، چې ۶۰ متره اوږدوالی او ۱۸.۴ متره سور لري، تېرکال د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د سطحي اوبو د راټولولو د کانالونو، لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او نورې اړینې آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوي دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ختیځو سیمو ته د ښاریانو لاسرسی آسانه او د مکروریانو څلورلارې، کارته نو او ور څېرمه نورو سړکړنو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمه شي.
د قلعه شانان سړک د پاتې برخې دویمه طبقه قیر چارې بشپړې شوې


