د څلورمې ناحیې اړوند د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې سړک لومړۍ طبقه قیرچارې بشپړې او یاد سړک د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو.
دغه سړک د کابل ښار د سړکونو شبکې د اصلاحي پلان له مخې د ۶۱۲ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره پراخ شوی دی، چې د وسایطو د تګ راتګ لپاره مناسب شرایط برابر شوي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته، ترافیکي ګڼه ګوڼې به کمه او د سیمې بڼه به نوره هم ښکلې شي.
پاتې دې نه وي چې، د دې سړک دویمه طبقه قیر چارې به د ټاکل شوي مهالویش له مخې په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.
د پخوانۍ تایمني له څلور لارې څخه د تایمني پروژې تر څلولارې پورې سړک لومړۍ طبقه قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو


