
د یوویشتمې ناحیې اړوند د کابل – جلال آباد تر سړک پورې د بګراميو–لته بند سړک د لومړي فاز د دوه کیلومترو برخې د جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلې او ډېر ژر به یې قیر چارې ترسره شي.
دغه سړک چې، د ۳۳۰۰ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور ډیزاین شوی دی، د کابل ښاروالۍ له مهمو بنسټیزو پروژو څخه شمېرل کېږي.
په دې پروژه کې د یوه لوی پله، پلچکونو، د ۷۰۰۰ مربع مترو استنادي دېوالونو، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او تمځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د اړوندو مسئولینو په وینا، غه پروژه تر اوسه ۶۰ سلنه پرمخ تللې او هڅه کېږي څو د تخنیکي معیارونو او غوره کیفیت په پام کې نیولو سره، د روان کال تر پایه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کابل – جلال آباد تر سړک پورې د بګراميو–لته بند سړک د کابل ښار له مهمو او ستراتیژیکو لارو څخه شمېرل کېږي چې، په جوړېدو سره به یې ښاریانوته د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته، ترافیکي ګڼه ګوڼه به کمه او له کابل ښار سره به د سوېل ختیځې سیمې نښلون لا پیاوړی شي.
د کابل - جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو - لته بند سړک دوکیلو متره برخه قیر کولو ته چمتو شوه


