د نهمې ناحیې اړوند د درېیم مکروریان مارکېټ د سړک دویمه (وروستۍ) طبقه قیرچارې، د ودانیزو توکو له آزمایښت او ارزونو وروسته، په بریالیتوب ترسره شوې.
د سړک جوړونې په دې پروژه کې چې، ۶۲۱ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول هم شامل دي.
د دغې پروژې په بشپړېدو سره به نه یوازې د ښاریانو لپاره ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي، بلکې د درېیم او څلورم مکروریان په سړکونو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه هم کمښت ومومي.
ټاکل شوې ده چې دغه سړک د ټولو پړاوونو تر بشپړېدو وروسته، په نږدې راتلونکي کې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
کابل ښاروالۍ ژمنه ده چې، د معیاري او بنسټیزو پراختیايي پروژو په پلي کولو سره به د ښاریانو د هوساینې، د ترانسپورتي شبکې د پیاوړتیا او د کابل ښار متوازنې پراختیا ته زمینه برابره کړي.
د درېیم مکروریان د مارکېټ سړک دویمه طبقه قیرچارې ترسره شوې


