
یو تن خیرغوښتونکي ښاري د یوې څاه په کیندلو سره، د زرغونو سیمو د پراختیا او د خړوبولو لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په موخه، د کابل ښار په دهبوري پارک کې د یوه ژورې څاه په کیندلو سره د ښار د په زرغونتیا کې ونډه واخیسته.
دغه څاه چې ۲۰۰ متره ژوروالی لري، د واټر پمپ او لمریز برېښنايي سیستم په وسایلو سمبال ده او د ۱۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د همدې خیرغوښتونکي ښاري له خوا تمویل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کابل ښاروالۍ د درېیمې ناحیې مرستیال، مفتي اختر محمد عثماني، د نوموړي ښاري د دې نېک اقدام ستاینه وکړه او د هغه ملي او ښاري مسئولیت احساس یې د قدر وړ وباله. نوموړي له نورو هېوادوالو هم وغوښتل چې، د خپلو کورونو او ملکیتونو مخې ته د ونو او زرغونو سیمو په خړوبولو سره، د کابل ښار د زرغونتیا د ساتنې او پراختیا په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
یو خیرغوښتونکي ښاري د یوې څاه په کیندلو سره، د کابل ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته


