الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هزاره بغل سړک د جوړولو چارې دوام لري


د یوولسمې او اوولسمې ناحیې اړوند، د هزاره‌ بغل د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې له ۳۱۵ سیمې څخه د منشي میر غلام تر سیمې پورې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه سړک چې، ۲۶۳۵ متره اوږدوالی او ۳۰ مترو سور لري د لښتیو، پلیولارو، استنادي دېوالونو، پلچکونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. سره له دې چې سیمه د تګ راتګ له پلوه ستونزمنه ده او ودانیز فعالیتونه پراخ دي، تمه کېږي چې دغه پروژه به د راتلونکي یوه کال په ترڅ کې په اساسي ډول بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې، د کابل ښار په شمالي زون کې ځانګړی اهمیت لري، په جوړېدو سره به یې د خیرخانې مېنې کوتل د سړک په اوږدو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت ترڅنګ، ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانیاوې رامنځته، د سیمې اقتصادي ودې، ښاري پراختیا او د شاوخوا سیمو پرمختګ ته به هم زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه تر اوسه ۳۷ سلنه پرمخ تللې ده.