
کابل ښاروالۍ د زیربنايي او پراختیايي پروژو د پلي کېدو په دوام، دهبوري له د شه-ید څلورلارې څخه تر سیلو سړک پورې د جوړېدونکي نوي نښلوونکي سړک ۶۰۰ متره برخه په بریالیتوب سره قیر کړه.
د کابل ښاروالۍ د مسئولینو په وینا، دغه پروژه د ښاري سړکونو د شبکې د پراختیا، د ښاریانو ته د تګ راتګ د آسانتیاوو او د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه پلې کېږي.
تر دې وړاندې هم د پوهنتون له وروستي تمځاي څخه تر سیلو سړک پورې د یاد سړک یوه برخه قیر شوې وه. په ورته وخت کې د پاتې برخو د جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي، څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه ۱۹۱۰ متره اوږدوالی، ۲۰ او ۴۰ متره سور لري، د لښتيو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او نورجزیات شامل دي..
د مسئولینو په وینا، دغه پروژه به د روان کال تر پایه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته، د ښار د بېلابېلو برخو ترمنځ به اړیکې ښې او په دورڅېرمه سړکون کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.
د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د پروژې د کیفیت د تضمین، د تخنیکي معیارونو د رعایت او د چارو د چټکتیا په موخه، د پروژې له ټولو پړاوونو څخه په دوامداره توګه تخنیکي څارنې ترسره کوي.
د دهبوري له شه-ید څلور لارې څخه د سیلو تر سړک پورې د سړک د نورې ۶۰۰ متره برخې قیر چارې ترسره شوې


