الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې دیوه تفریحي پارک د جوړولو چارې روانې دي

د کابل ښاروالۍ له خوا د زرغونو سیمو د پراختیا او ښاریانو ته د مناسب تفریحي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د څلورمې ناحیې د لومړي ګذر اړوند د تایمني پروژې د پنځم سړک په سیمه کې د ۸۰۰۰ مترمربع په مساحت سره د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې دوام لري.
په دې پروژه کې د احاطې دېوال، کټارې، پلې لارې، ګلدانونه، د ساتونکي خونه، د اوبو زېرمتون، زرغونې سیمې، سیوري ځای، څوکۍ، کانتین، تشنابونه، سپټیک څاه او د ماشومانو لپاره د لوبو ځانګړی لوبغالی هم په پام کې نیول شوي دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکو ته د ورزش او تفریح لپاره یوه زرغونه، سالمه او معیاري فضا رامنځته او بله خوا به د ښار ښکلا زیاته او د ښاریانو د ژوند کیفیت به نورهم ښه شي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پارک به په راتلونکو ۴۵ ورځو کې جږو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.