الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د دویمې برخې پروژه ۷۰ سلنه کاري پرمختګ لري


له فیصل ښارګوټي څخه د ګلباغ تر پله پورې د ګلباغ سړک د دویمې برخې پروژې چارې په منظمه توګه روانې دي او تر دې دمه ۷۰ سلنه کاري پرمختګ لري.
دا پروژه ۲۳۹۶ متره اوږدوالی او ۳۳ متره سور لري. د دې سړک لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې دي او یوازې د ۲۰۰ متره برخې پاتې دي چې، ډېر ژر به هغه هم ترسره شي.
په دې پروژه کې د پُل ګوټو، لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او کرښې اچول هم شامل دي.
د یادې پروژې چارې د پلان له مخې روانې دي او هڅه کېږي چې، دویمه طبقه قیر چارې یې هم ترسره او چارې یې هرڅه ژر بشپړې شي.
د دې مهمې زېربنايي پروژې په بشپړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته، د اړوند سیمو ترافیکي ګڼه ګوڼه او د اقتصادي فعالیتونو ودې ته به زمینه برابره شي.
د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د پروژې د کیفیت د تضمین، د تخنیکي معیارونو د رعایت او د چارو د چټکتیا په موخه، د پروژې له ټولو پړاوونو څخه په دوامداره توګه تخنیکي څارنې ترسره کوي.