د پکتیاکوټ له سیمې څخه تر تنګي غارو پورې د ۱۰ زره او ۲۹۳ مترو په اوږدوالي او ۶۰ متره سور سره، د کابل–جلالآباد سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا په چټکۍ سره روانې دي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو او تمځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل شي.
د کابل–جلالآباد سړک د کابل ښار له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ګڼل کېږي، چې په جوړېدو سره به یې نه یوازې ترافیکي بهیر منظم، د ګڼې ګوڼې کچه راکمه او د تګ راتګ وخت لنډ شي، بلکې د ښاري بنسټیزو زیربناوو په پراختیا، د ښاریانو د لاسرسي په ښه والي، د اقتصادي فعالیتونو په پراختیا او د ترانسپورټي خدمتونو د کیفیت په لوړولو کې به هم مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده چې، دغه پروژه به تر راتلونکو ۱۳ میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
له پکتیاکوټ څخه تر تنګي غارو پورې د کابل-جلال آباد سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي


